د امریکا متحده ایالاتونو د مشرانو جرګې د وسلهییزې کمېټې مشر جان مکین په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور په پراختیا ټینګار کوي.
ښاغلی مکین په افغانستان کې حالت د اندېښنې وړ بولي او د امریکا متحده ایالاتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې په افغانستان کې د وضعیت د کابو کولو لپاره باید د امریکایي ځواکونو قومندانوانو ته د اړتیا وړتجهیزات برابر کړي.
امریکايي سناتور جان مکین وايي چې واشنګټن تر اوسه هم په افغانستان کې په جګړه بوخته ده او اړتیاده چې ولسمشر ټرمپ باید د افغانستان د امنیتي اوضاع لپاره نوې پاڼه پرانيزي.
د امریکا د سنا د وسلهییزې کمېټې رییس جان مکن په دې اړه وویل:« ولسمشر ټرمپ فرصت لري تر څو پاڼه واړوي او په پایله کې زموږ قومندانانو ته چې د ښمن په ضد په جګړه کې دي سرچینې او صلاحیتونه ورکړي ترڅو پرمختګ وکړي او نوښت ولري.»
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه څرګنده کړه:«ترهګر تراوسه په افغانستان کې ځپل شوې نه ده او موږ سیمهييزو او نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
اخوا د امریکا متحده ایالاتونو د نوي ولسمشر د کار له پیله د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد بې پیلوټه الوتکو د ډیورند کرښې هغې غاړې ته ترهګر په نښه کړل.
د اجرائیه رییس سلاکار داوود حساس وویل:«کهچېرې دوی غواړو چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږي د جګړې حل لاره په پاکستان ده.»
تردې وړاندې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جنرال نیکلسون د سرتېرو د ډېرېدو غوښتنه کړې وه.
په داسې حال کې چې د جګړې د فصل پیل ته کم وخت پاتې دی وبه لیدل شي چې په افغانستان کې به د نړیوالو ځواکونو لخوا څه اقدامات وشي .