دکندز ولایتی شورا وايي چې طالبانو تېره ورځ(یکشنبې د غبرګولي۱۴مه) خپل بریدونه د یاد ولایت پر امامصاحب ولسوالۍ پیل کړي دي.
د ولایتي شورا غړی، محمد یوسف څرګندوي چې اوسمهال د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې روانې دي.
دی زیاتوي چې د بریدونو له امله کابو زر کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې شوې او کابو ۲۰ تنه ملکي کسان ټپیان دي.
ښاغلی ایوبي وايي چې طالبانو تر اوسه د امامصاحب مرکز پر لور دوه کیلومټره پرمختګ کړی دی.
په همدې حال کې د امامصاحب ولسوال، عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې افغان ځواکونود طالبانو برید په شا تمبولی دی او دې ډلې ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د امنیه قومندان وايي په دې نښته کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی او دوه زغرهوال ټانکونه یې هم له منځه تلي دي.