په ارزګان کې امنیتي چارواکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پایله کې د طالبانو ۸ غړي وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د ارزګان د امنیه قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان ملک زین الله طلوع نیوز ته وايي چې دغه برید د دغه ولایت د مرکز په اړونده «سبزک» سیمه کې ترسره شوی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو یو تن قومندان ملاقسیم هم په وژل شویو کې شامل دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.