د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې اوس امریکايي سرتېري په افغانستان کې له نویو اصولو او قاعدو سره د افغان اتلو سرتېرو ترڅنګ په جګړه کې ونډه اخلي.
د امریکا ولسمشر د کلنۍ وینا پرمهال د بهرني سیاست په برخه کې یوازې د څو بهرنیو هېوادو نومونه اخلي خو په دې هېوادونو کې د افغانستان نوم هم شته.
ټرمپ وویل:«دلته له راتګه مخکې ما یو فرمان لاسلیک کړ او د دفاع وزیر مټیس چې ډېر ښه کار کوي حکم وکړ چې زموږ د پوځي نیولو سیاست یو ځل بیا وګوري او د ګوانټانامو زندان پرانیستی پرېږدئ.»
ټرمپ زیاتوي:«زه له کانګرسه غواړم چې موږ ته ډاډ راکړي چې له داعش او القاعدې سره په جګړه کې، ټول لازم ځواک چې د ترهګرو د نیولو او تعقیبولو لپاره چې په هر ځای کې وي پيدا یې کړو، ولرو.»
ټرمپ زیاته کړه:«د هغوی د ډېریو لپاره، د نیولو سیمه، د ګوانټانامو خلیج به وي. له دې سره جوخت له څو میاشتو راهیسې زموږ ځواکونه په افغانستان کې، نوي قاعدې لري. هغوی له افغان اتلو ځواکونو سره ، نور د جوړ شویو مهالوېشونو له امله زیان نه ویني. موږ نور خپلې طرحې خپلو دښمنانو ته نه وايي.»
له دې سره جوخت ولسمشر غني له ترهګرو د غچ پر اخیستو ټینګار کوي.
غني څرګنده کړه:«دا ډول وژل د اسلامیت، انسانیت او افغانیت په خلاف دی. غچ د الله امر دی او موږ غچ اخلو.»
له وسله والو مخالفینو د غچ اخیستو لومړی برخه اعدام دی چې همدا مهال په زندانونو کې دي.
د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:« د اعدام بحث موجود دی او له شک څخه پرته چې زموږ امنیتي ځواکونه له ترهګرو د خلکو غچ اخلي.»
خو ایا د دغو وسلهوالو اعدام به د هېواد له ثبات سره مرسته وکړي؟
پخوانی پوځي میاګل خالد څرګنده کړه:«قانون باید عملي شي او پر اشد مجازات محکوم شي. بد کړونکی باید بد وویني.»
ویل کېږي اوسمهال د ترهګرو ۶۰۰ دوسیې چې د اعدام حکم پرې صادر شوی د ولسمشر د مېز پرسر د توشیح لپاره پاتې دي.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځينې سرچینې وايي چې حکومت نیت لري هغه شمېر ترهګر چې په بند کې دي اعدام کړي،خو دغه سرچینې د هغو کسانو د شمېر په اړه مالومات نه ورکوي چې د اعدام حکم پرې ختلی دی.