د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شخړو له زیاتېدو سره جوخت، پاکستاني پوځیانو په تېرو شپږو میاشتو کې د کونړ پر یو شمېر سیمو شاوخوا ۵ زره توغندې را توغولي دي.
د کونړ سیمهییز چارواکي وايي چې د دغو توغندويي بریدونو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د کونړ والي وحیدالله کلمیزی وایي، په دې وروستیو کې چې یې د پاکستاني پوځیانو د توغندوي بریدونو پر وړاندې ورته غبرګوون وښود، اوس پر افغان خاوره د توغندیو راورېدل کم شوي دي.
د کونړ والي وايي، سږ کال چې پاکستاني پوځیانو هر وار برید کړی، نو دوی هماغه سیمه په نښه کړې چې توغندیز بریدونه ترې پر افغان خاوره شوي دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په دې اړه څرګنده کړه:«افغان حکومت له ډيپلوماټيکې لارې دغه مسله د پاکستان له حکومت سره مطرحه کړې. خو موږ ته دا حکم هم شوی چې د ورته عمل لپاره هم چمتو وو.»
د امنېتي چارواکو د مالوماتو له مخې پر کونړ د سږني کال له پیل راهیسې تر اوسه له ۵ زرو څخه ډېر توغندي راغلي چې ۳۰۰ کورنۍ یې کډه کولو ته اړ کړې دي.
د کونړ امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت هم وايي:«سرکاڼو، مره وره،شولتن، خاص کونړ هغه سیمې دي چې پرې پاکستاني توغندي لګېدلي دي چې د هغه په پایله کې درې سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي.»
بل لوري کونړیان هغو کورنیو ته چې د دغو توغندیو له کبله یې خپل کورونو پرېښې له حکومته بشري مرستې غواړي.
یو له بېځایه شویو څخه ظاهر الله وايي:«په سرحدي سیمو کې برید کېږي؛ دغو بریدونو ډېری دې ته اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.»
یو بل بېخایه شوی ولي ګل هم زیاتوي:«د راکټ مرمۍ راځي، خلک هېڅ هم نهشي کولای، حکومت باید اقدام وکړي.»
نه یوازې پر کونړ بلکې له تېرو څوارلسو کالو راهیسې پاکستاني پوځیان د ننګرهار پر هغو ولسوالیو هم توغندويي بریدونه کړي چې د ډیورنډ کرښې تهڅېرمه پرتې دي؛ خو د مخنېوي لپاره یې له کابل سره اسلام اباد تل په ډیپلوماتيکو ناستو کې په کړو ژمنو کې ټګي برګي کړې ده.