په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو چورلکه وروسته له دې چې بېړنۍ ناسته یې کړې ده، د ملي دفاع وزارت لخوا له منځه وړل شوې ده.
د ملي دفاع وزارت نن(یکشنبې د غويي۲۳مه) وايي چې دې الوتکې ځمکنیو ځواکونو سره د پوځي عملیاتو پر مهال مرسته کولو چې تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوه.
د دې وزارت خبرپاڼې له مخې دا چورلکه د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال کلي کې له منځه وړل شوې ده.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼې څرګنده کړې ده چې د دې چورلکې سورلۍ شوراب هوايي اډې ته لېږدول شوې ده.