Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د تازه لاسته راوړنو نندارتون

د جاپان په پلازمېنې، توکیو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د تازه لاسته راوړنو نندارتون پرانیستل شوی اوپه کې هغه توکي نندارې ته وړاندې شوي چې په کې وروستۍ ټکنالوژي کارول شوي او په ۲۰۳۰ زیږدیز کال کې به ترې استفاده کېږي.

نندارچیان له وروستۍ ټکنالوژۍ سره د خلکو اشنا کېدو لپاره د نندارتونونو جوړل ګټور بولي.

د روباټ سیوري په نامه د یوه شرکت مسوول، ریچ واکر وايی:«فکر کوم چې نندارې ته وړاندې کړی شوي روباټونه ښه لمسي حس لري کله چې له توکو سره نښلي، پوهیږي چې څه باید وکړي، دا ډېر ښه دی.»

نندارتون د روانې زیږدیزې میاشتې اکتوبر په ۱۶مه پيل شوی، درې ورځې به دوام وکړي.

په دغه نندارتون کې د روباټونو ترڅنګ، سافټ ویرونه، هوايي موټرسایکلونه او نور وسایل نندارې ته وړاندې شوي دي.

د سافټ ویر انجینیر، جیانګ وي وايي:«په جاپان کې ډېر خلک په جاپانۍ ژبه خبرې کوي، او د المپیک لوبو وخت رارسېدو لپاره د بهرنیو خلکو شمېر زیاتیږي. له همدې کبله تاسې اړتیا لرئ چې خپل پیغام په نورو ژبو هم ولیکئ او نورو ته یې واستوئ، او موږ دا کار کړی دی.»

د ټکنالوژۍ شرکتونو مالکان وايي چې د خلکو په ژوند کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به لا ډېر پرمختللي روباټونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ