افغان لوبغاړی، اسلام الدین امیري د هند آی لیګ فټبال سیالیو کې له رئال کشمیر لوبډلې سره یوخای شو.
د هند د فټبال غوره لیګ سیالۍ د راتلونکي زیږدیز کال د جنوري په نهمه نېټه پیلیږي.
د هېواد د فټبال ملي لوبډلې دغه ۳۰ کلن لوبغاړي پر خپلې تویټر پاڼې لیکلي دي:«دا یو ویاړ دی چې د رئال کشمیر لوبډلې غړی ووسې. د دغې لوبډلې د کمیس اغوستل ښه احساس لري.»
هغه زیاته کړې ده:«تازه فصل، تازه چلنج او د ای لیګ ماموریت.»
هغه د روان کال د جون له ۲۲مې نېټې کله چې د "ګوکولام کرالاي" لوبډلې بېل شو، بې لوبډلې و.
امیري تر اوسه د هېواد ملي لوبډلې لپاره کابو ۶۰ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. همداراز یې د ۲۰۱۱ زیږدیز کال راهیسې د هند څو لیګونو کې یې لوبه کړې ده.
د هند آی لیګ لوبې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې پیل شوې.