د قطر په دوحه کې، بېګاني لوبه کې د عمان فوټبال لوبډلې افغانستان ته ۲ د ۱ پر وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه. دا لوبه د ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال، د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې په موخه وه.
اوس به نو عمان په دویم مقام کې له بنګهدېش لوبډلې سره پای لوبه کوي.
په بېګانۍ لوبه کې عمانی لوبغاړی عبدالله فواز ښه وځلېد او د صالح الیحی په مرسته یې دوه ګولونه وکړل.
عمان د لوبې له ۲۰ مې دقیقې ښه خواري روانه کړې وه، چې نتیجه کې یې لومړنی ګول وکړ.
د عمان تر ګول څلور دقیقې وروسته افغان لوبغاړي امید پوپلزي د افغانستان لپاره یوازینی ګول وکړ، چې په هغه شېبه کې لوبه مساوي روانه وه.
د لوبې په ۳۳ مه دقیقه کې نو عمان ته غوره موکه په لاس ورغله، خو کار یې ترې وانخیستلی شو او ګول یې و نه کړ، تر دغې شېبې هم لوبه مساوي وه.
د لوبې دویمه نیمایي پیل شوې وه او ۵۲ مه دقیقه وه، چې عبدالله فواز بل ګول وکړ.
افغانستان ته ماتې ورکولو سره د عمان نمرې ۱۵ شوې. عمان به د سهشنبې په ورځ بنګلهدېش سره مخامخ شي او بیا به یې هم د بري نیت وي، چې د ۲۰۲۲ کال د نړۍوال جام مقدماتي لوبو کې دویم ځای خپل کړي.
د افغانستان بله لوبه راروانه سهشنبه د هند لوبډلې سره ده.
په دې اړه مو اندونه