د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د نجونو د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډله پرون چهارشنبه تاجکستان ته تللې چې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو کې ګډون وکړي.
د مرکزي اسیا دا سیالۍ پرون (چهارشنبه د چنګاښ په ۹ مه) پیل شوې دي او د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې به نهه ورځې دوام کوي.
افغان لوبډله په خپله لومړنۍ لوبه کې سبا له ایران لوبډلې سره مخامخېږي.
په دې سیالۍ کې د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان لوبډلې ګډون لري.
د ترکمنستان لوبډله د کورونا له کبله دې سیالۍ کې ګډون نه کوي.