Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند د کرېکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو اتله شوه

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په پای لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي یې خپله کړه.

د هند او سریلانکا لوبغاړو د دغو سیالیو په پای لوبه کې نن (یکشنبې) له غرمې وروسته، د لوبې په ډګر کې سره مخامخ شول چې لومړی د سریلانکا لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ۱۶ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته یې ۵۱ منډې هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې د هند لوبغاړو د توپ‌وهنې په برخه کې لوبه ښه پېل کړه او د اوم اور په لومړي توپ یې د سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړ او دغه لوبه یې د لسو ویکټو په توپير د سریلانکا له لوبډلې وګټله. او د اسیا جام د ۵۰ اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو اتله لوبډله شوه.

د اسیا جام سیالۍ د شپږو لوبډلو افغانستان، سریلانکا، پاکستان، نیپال، هند، پاکستان او بنګله‌دېش په ګډون او د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب په دوو ډلو کې ترسره شوې چې د افغانستان لوبډله د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلو پر وړانډې له دوو پرله پسې ماتو وروسته د سیالیو له ګروپي پړاو څخه حذف شوه.

د اسیا جام سیالۍ د شپږو لوبډلو افغانستان، سریلانکا، پاکستان، نیپال، هند، پاکستان او بنګله‌دېش په ګډون او د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب په دوو ډلو کې ترسره شوې.

تصویر بندانگشتی

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په پای لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي یې خپله کړه.

د هند او سریلانکا لوبغاړو د دغو سیالیو په پای لوبه کې نن (یکشنبې) له غرمې وروسته، د لوبې په ډګر کې سره مخامخ شول چې لومړی د سریلانکا لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ۱۶ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته یې ۵۱ منډې هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې د هند لوبغاړو د توپ‌وهنې په برخه کې لوبه ښه پېل کړه او د اوم اور په لومړي توپ یې د سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړ او دغه لوبه یې د لسو ویکټو په توپير د سریلانکا له لوبډلې وګټله. او د اسیا جام د ۵۰ اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو اتله لوبډله شوه.

د اسیا جام سیالۍ د شپږو لوبډلو افغانستان، سریلانکا، پاکستان، نیپال، هند، پاکستان او بنګله‌دېش په ګډون او د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب په دوو ډلو کې ترسره شوې چې د افغانستان لوبډله د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلو پر وړانډې له دوو پرله پسې ماتو وروسته د سیالیو له ګروپي پړاو څخه حذف شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه