Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال جام کې درېیمه بریا؛ د کرېکټ ملي لوبډلې ۷ ویکټو سره سریلانکا ماته کړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په هند کې د ۲۰۲۳ کال د ۵۰ اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې خپله درېیمه تاریخي بریا د سریلانکا پر وړاندې ثبت کړه.

دغه لوبه نن دوشنبې (د لړم په ۸مه) د هند په «پونه» ښار کې ترسره شوه.

د لوبې پچه د هېواد لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

د سریلانکا لوبغاړو په ۴۹٫۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبغاړو ورکړل شوی هدف یې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۵٫۲ اورونو کې پوره کړ.

د توپ اچونې په برخه کې فضل‌الحق فاروقي ښه وځلېد او د سیالۍ لوبډلې ۴ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او همدارنګه مجیب الرحمن ځدراڼ هم د سیالې لوبډلې دوه ویکټې وغورځولې.

د توپ‌وهنې په برخه کې رحمت شاه زرمتی او عظمت عمرزی ښه وځلېدل او تر نورو یې ډېرې منډې جوړې کړې.

دا په هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې د افغانستان شپږمه لوبه وه او په دغو لوبو کې یې درې بریاوې او درې ناکامۍ په برخه وې.

د کرېکټ ۵۰ اوریزو سیالیو نړۍوال جام د هند په کوربتوب د لسو هېوادونو ترمنځ د روان کال د اکټوبر له پنځمې پېل شوې دي.   

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه