د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي، بازمحمد مبارز تېره شپه (یکشنبه ۱۲ وری) خپل فرانسوي سیال ته د لوبڅارانو د امتیازاتو په توپیر ماتې ورکړه.
د مبارز او فرانسوي سیال، جوهان لوبه په M2MMA سازمان کې د تایلنډ په پوکټ ښار کې ترسره شوه چې د درېیو پړاونو په پای کې د امتیازاتو په توپیر سره مبارز خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي د ۷۴ کیلوګرام په وزن کې په درې پنځه دقیقه یي پړاونو کې ترسره شوه.
باز محمد مبارز د دغې سیالۍ له ګټلو سره د ازادو سیالیو په لړ کې خپلې دولس بریاوې بشپړې کړې.
په دې اړه مو اندونه