Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایرلنډ له ماتې سره افغانستان درې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل

د هېوا د کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې پر شپه د درې ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ (سیریز) په دویمه لوبه ایرلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر او د درې لوبغاړو له سوځېدو سره تر ماتې وروسته درې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

په دغې سیالۍ کې لومړۍ لوبه د هېواد ملي لوبډلې پیل او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د سیالۍ لوبډلې لپاره ۲۷۸ منډې هدف وټاکه. چې دا د ۲۰ اوریزو سیالیو په لړ کې تر ټولو ډېرې منډې دي او له دې سره یې نړیوال ریکاډ جوړ کړ.

د یادولو ده چې له دې مخکې په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو د ډېرو منډو ریکاډ له اسټرالیا سره وو، خو اوس دا ریکاډ د افغانستان په نامه ثبت شو.

په دغې لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره حضرت الله ځاځی ښه وځلېدو، د لوبې تر پایه ناسوځېدلی ولاړ او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

بل خوا افغانستان په دغې لوبه کې د ښې ملګرتیا نړیوال ریکاډ چې د حضرت الله ځاځي او عثمان غني لخوا چې دواړه پیلوونکي لوبغاړي وو، جوړ شو، چې دا ریکاډ له دې مخکې له اسټرالیا سره وو، چې د دغې لوبډلې د دوو تکړه لوبغاړو هر یو ارون فېنچ او دارسي شارټ ترمنځ وو، او افغان لوبغاړو له ۲۳۶ منډو سره نوی ریکاډ جوړ کړ.

په دغې لوبه کې ښاغلي ځاځي ۱۶۲ منډې جوړې کړې چې په دغو منډو کې ۱۶ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې شاملې دي. ځاځي په یوه لوبه کې د تر ټولو زیاتو شپږیزو وهلو ریکاډ هم جوړ کړ چې دا ریکاډ هم له اسټرالیايي لوبغاړي ارون فېنچ سره وو چې هغه په یوه لوبه کې ۱۴ شپږیزې وهلې وې.

بل لور بیا د ایرلنډ لوبډلې د توپوهنې په برخه کې لوبه ښه پیل نه کړه او ونه توانېدل چې ټاکل هدف پوره کړي، خو د توپوهنې په برخه کې دغې لوبډلې ته سټرلینګ ښه وځلېد او ۹۲ منډې یې جوړې کړې.

خو په مقابل کې یې د توپ اچونې په برخه کې راشد خان ښه وځلېد او د سیالۍ لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او په دې ترتیب سره د هېواد ملي لوبډله وتوانېده چې د ایرلنډ په وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ بریا په خپل نوم کړي.

په دغې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی  حضرت الله ځاځي وټاکل شو.

بلخوا ټاکل شوې ده چې د دغه سریز درېیمه او وروستۍ لوبه نن شپه (یکشنبې د کب پر ۵مه) د مازدیګر په ۵:۵۰ بجو ترسره شي.

افغانستان په دغې لوبه کې د ښې ملګرتیا نړیوال ریکاډ چې د حضرت الله ځاځي او عثمان غني لخوا چې دواړه پیلوونکي لوبغاړي وو، جوړ شو.

شریک یي کړئ