د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې غړي، راشد خان ارمان او مجیب ځدراڼ اوسمهال هند کې د کرکټ غوره لیګ لوبو کې پر لوبو بوخت دي او ښه ځليدلي دي.
راشد خان د هندي رسنیو لخوا د داسې لوبغاړي په توګه ستایل کېږي چې کولی شي په حساس وخت کې لوبه په خپله ګټه کړي.
راشد خان اوسمهال له حیدر آباد سنرایزرس لوبډلې سره لوبه کوي.
ده له کلکتې رایډرز لوبډلې سره په څلورو اورونو کې ۳۱ منډې جوړې کړې وې.
ده له ممبی انډینز سره له لوبې وروسته خپل احساس داسې څرګند کړ:«دا یوه جدي اړتیا وه. تل اړتیا ده چې دا لوبډله ښه وځلیږي. دا یوه ښه کړنلاره وه چې مقابل ټیم یوازې په ۱۵۰ منډو کې محدوده وه. ښه توپ وهنه وشوه، ټولو هلکانو ښه لوبه وکړه.»
په همدې حال کې د هېواد بل لوبغاړی، نبي عیسیخېل هم په سن رایزرس کې لوبه کوي او هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي.
دوه اوونۍ مخکې محمد نبي ویلي ویلي وو چې سن رایزرس غواړي له دوهم ځل لپآره له ماسره خبرې وکړي:«دا یوه ښه نښه ده، دوی لا هم پر ما باور لري او له دې سره زه کولی شم چې ښه لوبه وکړو. نړیوالو لوبو ته د لارموندو لوبو کې د سن رایزرس لوبډل مشر زما لوبه کتلې ده، هغوی زما پر لوبه پوهېږي او دا هغه څه دي چې زما او ټیم سره به د لوبې پرمهال مرسته وکړي.»
په همدې حال کې داسې راپورونه شته چې د هېواد بل لوبغاړی مجیب ځدارن چې د کنګ الېون پنجاب لپآره لوبه کوي، او د نړۍ ځوان توپ اچوونکی دی، هم په دې لوبو کې ښه ځلېدلی دی.
همداراز ظاهر خان هم افغان لوبغاړی دی چې د راجستان رویالز لخوا د هند غوره لیګ کې د لوبې په موخه اخیستل شوی وه، خو هغه د ژوبلېدو له کبله هېواد ته راستون شو او پر ځای یې د نوي زیلاند لوبغاړی، ایش سودي واخیستل شو.
ظاهر خان دې لوبو کې لوبه ونه کړه.
د سن رایزرس لوبډه د شپږ امتیازونو سره د نوملړ سر کې ده.