د لومړي ځل لپاره نن (جمعه د وږي په ۲۴ مه) په هرات ولایت کې د غرنۍ بایسکل ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د هرات په شمالي غرونو کې،د ۲۵ کیلومټر واټن کې، د تګ راتګ په پړاونو کې ترسره شوې.
په دغو سالیو کې عبدالله عاصمي تر نورو لوبغاړو مخکې وه او ژر ټاکلې موخې ته ورسېد او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
د هرات د بایسکل ځغاستې فډراسیون مرستیال محمد صدیق جامې په دې اړه وویل:«دا لومړی ځل دی چې په هرات کې د غرنۍ بایسکل ځغاستې لوبې ترسره کېږي او د نندارچیانو ګڼ حضور په هرات کې د دغه ورزش د ودې ښودونه کوي.»
په هرات کې د بایسکل ځغلونې فدارسیون او دې سیالۍ کې ګډونوال بایسکل ځغلوونکي؛ وایي چې موخه یې د بایسکل ځغاستې د لوبې دودول دي.
یو له بایسکل ځغلوونکو عزیز احمد امیري وايي:«۸ کاله وړاندې موږ ۱۲ تنه وو چې هم مو په غرنۍ بایسکل ځغاستې کې ګډون کاوه هم د واټونو پر سر هم، خو کال په کال په هرات کې د ښځينه بایسکل ځغلوونکو شمېر زیات شو او اوس کابو ۱۰۰ تنو ته رسېږي.»
په هرات کې د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې زیات خلک دې لوبې سره لېوالتیا لري او دمګړۍ شاوخوا سل تنه بایسکل ځغلوونکي پر دې لوبه بوخت دي.