د جانزهاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۳۰ میلیونو واوښت.
د مالوماتو له مخې تر اوسه د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۰ میلیونه ۷۱زره او ۳۱۴ ته رسېدلی دیږ
همداراز د یاد ویروس له کبله ټوله نړۍ کې ۹۴۵ زره کسانو ژوند بایللی دی، خو ډېر شمېر کسان روغ شوي هم دي.
کوویډ۱۹ ناروغۍ نړۍ کې امریکا متحده ایالات، برازیل او هند ډېر ځپلي دي، خو ترڅنګ یې په دې وروستیو کې اروپا کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.