Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶میلیونو ته نېږدې شوې

د هند روغتیا وزارت نن جمعه(د تلې په ۴مه نېټه) اعلان کړی چې یوه شپه ورځ کې یې ۸۶ زره او۵۲ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

له تازه پېښو سره هند کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې له ۵میلیونو او ۸۲ زرو اوښتې دي.

یاد وزارت همداراز ویلي چې یوه شپه ورځ کې یې د کرونا ویروس ۱ زرو او ۱۴۱ تنه مړه شوي دي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۹۲ زره او ۲۹۰ کسانو ته رسېدلی دی.

هند نړی کې دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېر اخته کسان لري.

همداراز امریکا متحده ایالاتو کې هم د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۷ میلیونو اوښتی دی. تر اوسه دغه هېواد کې له ۲۰۰زرو ډېر کسان د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې یوه شپه ورځ کې په امریکا کې له ۷۰۰زو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

امریکا نړۍ کې د کرونا ویروس د ډېرو مثبتو پېښو له درلودو سره لومړۍ ځای لري.

نړۍ کې هم د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۳۲ میلیونو او ۲۳۵ زرو اوښتی دی او له ۹۸۳ زرو ډېر مړه شوي دي.

د هند د روغتیا وزارت وايي چې یوه شپه ورځ کې یې د کرونا ویروس ۱ زرو او ۱۴۱ تنه مړه شوي دي

شریک یي کړئ