Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۲۵ تنو ته ورسېد

د ترکیې رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د تېرې ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.

د ترکي رسنیو د رپوټونو پر بنست، د «ازمیر» په زیانمن ښار کې د ژغورنې ځواکونه د «اژه» سیند په څنډو کې د کنډوالو او نړېدلو دېوالونو لاندې د ژوند د نښې د پیدا کولو په لټه کې دي. چې د دغو نړېدلو دېوالونو لاندې کوم ګیر پاتې شوی کس وژغوري.

خو ځينې کورنۍ د خپلو خپلوانو له پیدا کېدو ناهیلې شوې دي.

د ازمیر ښار اوسېدونکی بوکت وايي:«وراره مې، تره مې، انا مې او نور خپلوان مې دلته یې ژوند کاوه. په ناهیلۍ سره د خبر د اورېدو په تمه یوو. د ژغورنې ځواکونو وویل چې د کنډوالو له لاندې یې څلور مړي راویستلي دي؛ خو نه پوهېږي چې د چا مړي دي.»

تېره ورځ د «اژه» په سیند کې زلزلې د یونان ځينې برخې هم زیانمنې کړې دي - له هغې ډلې دوه تنه یې وژلي؛ خو په ترکیه کې دغه زیانونه څو برابره دي.

د ازمیر ښار اوسېدونکي سلجوق هم وویل:«موږ یوه کور ته نږدې وو چې یوه ځواکمنه زلزله وشوه. موږ مې چې سرطان لري له کوره بهر کړه. ټول ځای خاورو نیولی و. ومې لیدل چې ځینې ګاونډیان ټپيان شوي دي.»

د ژغورنې ځواکونو تراوسه څو مړي له کنډوالو او نړېدلو دېوالونو له لاندې راویستلي دي او لا هم د قربانیانو د زیاتوالي احتمال شه.

ترکیه او یونان د نړۍ په هغې سیمه کې موقعیت لري چې د ډېرو زلزلو شاهد دي.

د ترکي چارواکو په وینا، د تېرې ورځې د ماښام زلزلې ۴۷۰ نور ټکانونه هم لرل چې د هغوی د ځينو شدت د ریکټر شپږو درجو ته رسېدل.

شریک یي کړئ