Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ د ټوېټر حساب د تل لپاره وتړل شو

د ډونلډ ټرمپ د خواله رسنۍ توېټر کارونې حساب د تل لپاره وتړل شو.

ټوېټر وايي چې دغه پرېکړه یې له کره څېړنې وروسته او د هغه له خوا تاوتریخوالي ته د احتمالي هڅونې د مخنیوي لپاره نیول شوې ده.

د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ، له هغې وروسته کله چې ټرمپ، هغه بریدګر چې د امریکا پر کانګرس یې برید وکړ، وطن پرسته خطاب کړل، کارونکی حساب یې د ۱۲ ساعتونو لپاره وتړل شو.

له دې سره جوخت د ټرمپ پلویان په ټوېټر کې د هغه د کارونکي حساب د تړلو په هکله نیوکه کوي او وايي چې باید ټولو ته د خپل نظر د څرګندولو ته اجازه ورکړل شي.

بلخوا، له دغه کار وروسته، ټرمپ وايي چې په نږدې راتلوونکي کې خپله ټولنیزه شبکه به جوړه کړي.

د امریکا پر کانګرس د ډونلډ ټرمپ د پلویانو له تاوتریخجن یرغل وروسته، د ډیموکراټیک ګوند د استازو ګوند رییس ننسي پلوسي او د امریکا په سنا مجلس کې د ډموکراټانو مشر چاک شومر، د امریکا د ولسمشرۍ له واکه د هغه د ګوښه کېدو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه