Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اندونزیايي الوتکې له نسکورېدو دوې ورځې وروسته پلټنې روانې دي

دوې ورځې مخکې د اندونیزیا په اوبو کې د "سریویجایا" شرکت د نسکورې شوې الوتکې د سورلیو کورنۍ لا هم هیله لري چې خپلوان به یې ژوندي وي.

په همدې حال کې اندونیزیايي چارواکي د الوتکو ټوټو او ځینو مسافرینو د مړیو له موندلو خبر ورکوي.

دوی وايي د دغې الوتکې توره بکسه یې چې ۶۲ تنه سورلۍ یې درلوده، موندلې او تر څېړنو وروسته به یې د نسکورېدو لامل څرګند شي.

دغه الوتنه کې یو هم میاوادو ، مېلمه پاله وه، کورنۍ یې وايي چې هغه د شنبې په ورځ له جاکارته تللی و.

د وادو ورور، اردي کورنیلس څرګندوي:«عجیبه خبره ده چې خور مې له الوتنې مخکې زما مور سره اړیکه ونه نیوه، مخکې به یې هر ځل اړیکه نیوه او خدای په  اماني به یې کوله.»

د بویینګ -۵۰۰۷۳۷ الوتکه له کاکارتا د"پونتیاناک" پر لور روانه وه چې له الوتنې یوازې څلور دقیقې وروسته له راداره ورکه شوه.

د الوتکې یو پیلوټ عفوان و چې کورنۍ یې لا هم د هغه د ژوندي پاتې کېدو په هیله ده.

د عفوان د کورنۍ غړی، اومان رحمان وايي:«که څه هم چې ناخوښ احساس لرم او زړه مې داغدار دی، خو له خدایه د معجزې تمه لرم.»

 اندونیزیايي  چارواکو د لامبوزنو انځورونه خپاره کړي چې اوبو کې د قربانیانو له لټه کې دي.

دوی په دې باور دي چې اوبو ته له غوځېدو مخکې الوتکې زیان نه و لیدلی، ځکه چې قربانیان یې لنډه سیمه کې پراته دي.

د پلټنې مسوول، رسمان ام اس وايي:«پلټنې عملیاتو کې مو لږه سیمه وکتله، تېره ورځ ۳۰ کښتۍ عملیاتو کې ښکېلې وې، خو نن ۵۳ کښتۍ کار کوي.»

اندونیزیا کې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې هم بوینګ الوتکه نسکوره شوه چې له کبله یې ۱۸۹ تنه مړه شول.

اندونیزیايي چارواکي د الوتکو ټوټو او ځینو مسافرینو د مړیو له موندلو خبر ورکوي

شریک یي کړئ