Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میانمار مشرې نیولو سره دغه هېواد کې د پوځي حکومت اعلان

د میانمار پوځ د دغه هېواد د ولسمشر، وین مینت، او اعلی وزیر په ګډن د یو شمېر سیاسي مشرانو نیولو سره د یوه کال لپاره دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د میانمار ډموکراتپالې مشرې، انګ سان سوچي چې د دغه هېواد بالقوه مشره بللې کېږي، هم نیول شوې ده.

تېر کال انګ سان سوچي پارلماني ټاکنو کې د ۸۳ رایو په ترلاسه کولو سره واک ته ورسېده، خو د میانمار پوځ دا ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او له سترې محکمې یې د ټاکنو پایلو لغو کولو غوښتتنه وکړه.

وروسته له دې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون دا ادعاوې رد کړې.

د راپورونو له مخې اوس د میانمار هېواد بېلابېلو برخو کې پوځیان ځای پرځای شوي دي.

رسنیو دغه پېښه پوځي کودتا بللې ده.

د میانمار ډموکراتپالې مشرې، انګ سان سوچي چې د دغه هېواد بالقوه مشره بللې کېږي، هم نیول شوې ده

شریک یي کړئ