میانمار کې د اعتراضونو د روان زیږدیز کال د فبروري میاشتې له پیله سره اعتراضونو کې د خلکو وژل کېدل له ځانه سره غبرګونونه درلودل.
ملګرو ملتونو د اعتراضونو پرمهال د فبروري په لومړۍ نېټه په یوه ورځ د ۳۸ کسانو د وژل کېدو له کبله دا ورځ خونړۍ بللې او ویلي دي چې په قصده د اعتراض کوونکو په نښه کول بګنونکي دي.
د مایانمار لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی، کریستین شرنر بورګنر وايي:«خونړۍ ورځ د فبروري لومړۍ نېټه وه چې په کې ۳۸ تنه اعتراض کوونکي ووژل شول. د کودتا راهیسي دغه هېواد کې ۵۰ تنه وژل شوي او ډېر شمېر ټپيان دي.»
اعتراض کوونکي د میانمار پوځي حکومت پای چې د کودتا پایله کې رامنځته شو له منځه تلل او د دغه هېواد د مشرې، انګ سان سوچي او نورو مشرانو د ازادولو غوښتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس وايي:«موږ پر خبریالانو د بریدونو او نیونو په تړاو اندېښنه لرو. موږ له پوځ نه غواړو چې دا کسان ازاد کړي او د ویرې اچولو او رسنیو فعالانو له نیولو ډډه وکړي.»
بریټانیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې او واشنګټن هم پر میانمار د نورو بندیزونو غوراوي څېړي.