د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اټومي تړون په هکله، ایران سره د ځواکمنو لوېدیځو هېوادونو پنځم پړاو مذاکرات بشپړ شول.
ایران سره د لوېدیځو هېوادونو د مذاکراتو د نوي پړاو ختمېدو سره سم، اروپایي ټولنه وایي، د مذاکراتو بل پړاو به راتلونکې اوونۍ وي او پهکې به ایران سره اټومي تړون ته د امریکا د بېرته راستنېدو او د ایران د ژمنو په عملي کولو توافق وشي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، اختلافونه داسې ځای کې دي، چې ټول باور لري، داسې نه ده چې اختلافونه دې حل نهشي.
د اتریش پلازمېنه ویانا کې، د اټومي تړون په هکله، ایران سره د ځواکمنو لوېدیځو هېوادونو پنځم پړاو مذاکرات بشپړ شول.
ایرن سره د اټومي هوکړې په هکله مذاکراتو لپاره د اروپایي ټولنې استازي انریکه مورا وایي: "موږ به خپل کار ته دوام ورکړو، راتلونکې اوونۍ به بیا راټول شوو. ما د همغږي کوونکي په توګه تمه لرله، چې دې پړاو کې به مذاکرات وروستي شي. موږ به خپل کار ته دوام ورکړو او ډاډه یم چې بل پړاو به داسې پړاو وي چې توافق به پهکې وشي. "
اوس نو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي په ګډون، مذاکرهکوونکي خپلو هېوادونو ته ستنېږي چې له جګپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي انریکه زیاته کړې: "دا یوه پیچلې موضوع ده، سیاسي پرېکړو او په بشپړه توګه تخنیکي موضوعګانو سره. اوس موږ داسې ځای ته رسېدلي یوو چې باید سختو پرېکړو سره مخامخ شوو. له همدې کبله، منطقي کار دی، چې مذاکرهکوونکي خپلو هېوادونو ته ستانه شي. هغوی به له خپلو چارواکو سره خبرې وکړي. "
د نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ۲۰۱۵ کال کې ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ، خو د امریکا مخکیني ولسمشر ډالنډ ټرمپ ډېر ژر دا تړون پرېښود.
ایران بیا د امریکا د دغه کار په غبرګون اټومي فعالیتونه زیات کړل، خو اوس دواړه غاړې د تړون سمون ته کار کوي.