Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراییل: نتنیاهو لاړ او نفتالي بنت لومړی وزیر شو

پرون یکشنبه د اسراییلو پارلمان، حکومت تغییر کړ او د توندلاري ښی‌لاسي سیاستوال نفتالي بنت تاییدولو سره یې، د اسراییلو د لومړي وزیر په توګه د بنیامین نتنیاهو ۱۲ کلن ماموریت پای ته ورساوه. هغه څه چې په اسراییلو کې یې تصور کېده.

د اسراییل پارلمان کې په ډېر لږ اکثریت رایو سره نفتالي بنت د اسراییل لوړی وزیر شو.

د اسراییلو پارلمان د ۵۹ مقابل کې په ۶۰ رایو نفتالي بنت د اسراییل د نوي حکومت د جوړولو مامور کړ او لوړه یې وکړه.

په تل ابیب کې زرګونه کسانو د اوسنۍ نتیجې هرکلی وکړ، چې په دوو کلونو کې د څلورو بې‌نتیجې ټاکنو څخه وروسته مخې ته راغلې.

د رابین په څلورلارې کې د ایرز بېزونر په نامه یوه اسراییلي ویلي:«زه دلته په اسراییلو کې د دورې پای ته رسېدل نمانځم.» 

هغه زیاته کړه:«موږ غواړو هغوی بریالي شي او موږ بیا ځلې یو موټی کړي.»

دغو اسراییلیانو سره بېرغونه وو او د نوي حکومت چغې یې وهلې.

خو ۷۱ کلن نتنیتاهو ویلي، دی به د تمې خلاف ژر بېرته راستون شي. 

هغه په پارلمان کې وویل:«که وغواړو مخالفت وکړو نو په هسکه غاړه به یې کوو، تر هغو چې هغه وځپو.»

نوی حکومت پلان لري، چې د فلسطینیانو لپاره د خپل سیاست په څېر لوی نړۍوال مسایلو یوې خواته کړي او ډېر پام کورنیو اصلاحاتو ته واړوي.

اسراییلو کې د حکومت تغییر، پر فلسطینیانو کوم اغېز نه دی کړی او هغوی دا وړاندوینه کړې وه، ځکه چې دوی فکر کاوه چې باختري کرانه کې د اشغال پلوی نفتالي بنت که واک ته رسېږي، نو هماغه د نتنیاهو پروګرام به مخې ته وړي.

د دې نوي توافق پر بنسټ به، ۴۹ کلن بنت  تر ۲۰۲۳ کال پورې په واک کې وي او بیا به واک ۵۷ کلن یېرلپیډ ته پرېږدي، چې پخوانی مشهور ټلوېزیوني ویاند وو.

د اسرییلو پارلمان کې د نتنیاهو پلویانو ښاغلي بنت ته د "درواغجن" او "وشرمېږه" شعارونه ویل، خو بنت د لومړي وزیر په توګه د بنیامین نتنیاهو د اوږدې مودې خدمتونو مننه وکړه.

د بنت او نتنیاهو هغه پخوانی ګرانوالی نه دی پاتې: یو وخت د نتنیاهو په مشرۍ حکومت کې د پوځ لوی درستیز او د دفاغ وزیر و.

د مارچ میاشتې د ۲۳ مې نېټې ټاکنو کې بنت د نتنیاهو هغه غوښتنه رد کړه چې ورسره د یوځای کېدو یې ورته ویلي وو.

شریک یي کړئ