ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډ د پنجشنبې په ورځ د سویډن او فنلنډ مشرانو په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
وروسته له هغې چې سویډین او فنلنډ په رسمي ډول په ناټو سازمان کې د یو ځای کېدو رسمي اعلان وکړ، د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له دې وړاندیزه هرکلی وکړ او د سویډن لومړی وزیر او د فنلنډ ولسمشر ته یې واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړه.
ورته مهال، د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په ناټو سازمان کې د دې دواړو هېوادونو ګډون یوه تاریخي پېښه وبلله.
پر اوکرایین د روسیې برید د دې سبب شو چې په ټوله اروپا کې نوې اندېښنې وزېږوي.
خو روسیې د سویډن او فنلنډ له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ او دا یې یوه تېروتنه وبلله.
په دې اړه مو اندونه