د نایجریا په یوې کاتولیک کلیسا کې د وسلهوالو د برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د نایجریا پولیس وايي، وسلهوالو د "اوو" ښار سنټ فرانسېس کلیسا په ودانۍ کې دننه او بهر ډزې وکړې چې په پایله کې یې ګڼ شمېر عبادت کوونکو ته مرګژوبله واوښتله.
د اونډا ایالت والي چې د پېښې سیمې ته ورغلی و، دا برید ټولوژنه بللې او ټینګار یې کړی چې دا ډول پېښې باید تکرار نهشي.
که څه هم د نایجریا پولیسو د دې پېښې د وژل شویو په اړه کره شمېرې نهدي په ډاګه کړي، خو یو ډاکټر د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته منلې چې پهدې پېښه کې پنځوس کسان وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه