د امریکا متحده ایالاتو په فلسطین کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتوالي په داسې حال کې اندېښنه څرګنده کړې چې د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو پر بنسټ چې د وژل شویو شمېر له ۱۱ زرو واوښت.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، په هند کې د غزنې د خواشینونکي وضعیت په هکله خبریالانو ته وویل:«ډېری فلسطنیان ووژل شول؛ په دغې موده کې د هغوی ډېری وکړېدل.»
بلېنکن د حماس او اسراییلو ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې د څلور ساعته اوربند هرکلی وکړ او وې ویل چې په غزه کې د ولسي وګړو د خوندي ساتنې لپاره ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده.
د حماس او اسراییلو ترمنځ شخړې له اوونیو راهیسې دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ جګړې د غزې روغتونونو په شاوخوا کې زور اخیستی دی.