Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان ټاکنې ترسره شوې

د سیمې په وخت نن سهار شاوخوا اته بجې په پاکستان کې سراسري ټاکنې پیل شوې او د مازدیګر تر پنځو بجو یې دوام درلود چې د ملي او ایالتي جرګو استازو ته په کې رایې ورکړل شوې.

په پاکستان کې ټاکنې داسې مهال رامنځ ته کیږي چې ناپېژنده وسله والو نن د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې پر ټاکنیزو کارکوونکو برید وکړ او په بلوچستان ایالت کې یې هم درې چاودنې ترسره کړې. 

داعش او پاکستان د طالبانو تحریک تر ټاکنو وړاندې د دغه هېواد خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي.

رایه ورکوونکي، سهیل احمد خان وویل: « زه له ټولو او په ځانګړې توګه ځوانانو چې، شمېر یې شاوخوا ۷۰ میلیونو ته رسېږي او باید د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي، غواړم چې د رایې ورکړې لپاره راووځي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.»

یو بل رایه ورکوونکي، رحمت اله محسود هم وویل: «موږ له خلکو غواړو چې، هغو نوماندانو ته رایه ورکړي چې زموږ ټولې ستونزې حل کړي او زموږ د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي.»

په دغو ټاکنو کې ۴۴ سیاسي ګوندونه د پارلمان د ۲۶۶ څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ کوي.

په داسې حال کې چې، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر، عمران خان د فساد په تور بندي دی؛ نو تر دې مهاله د نظر پوښتنو له مخې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ- نواز ګوند په دغو ټاکنو کې تر نورو مخکښ دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، نواز شریف وویل: « زما پیغام دا دی چې، خلک له خپلو کورونو راووځي، د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شي او په دې بهیر کې ګډون وکړي.»

اوس پوښتنه دا ده چې، د پاکستان دغه ټاکنې به پر سیمې او په ځانګړې توګه پر افغانستان څه اغېز وکړي؟

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي په دې اړه وویل: « سیاست، له افغانستان سره اړیکې په پاکستان کې د پوځ او هغه ارګانونه چې د پوځ پورې اړه لري جوړیږي. خو یو نوی حکومت د دوه هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو نوی پاڼه پرانیزي.»

اسلامي امارت بیا په پاکستان کې ټولټاکنې په دغه هېواد کې د ثبات او سیاسي خپلواکۍ لپاره اغېزناکې بولي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « موږ د ثبات او خپلواکۍ غوښتونکي یو او هیله لرو چې د دغو ټاکنو په پایله کې د دوی سیاسي خپلواکي زیاته شي او په دغه هېواد کې ثبات رامنځ ته شي.»     

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي چې، د دغه هېواد شاوخوا ۱۲۹ مېلیونه کسان په دې ټاکنو کې د رایې ورکړې پر شرایطو برابر دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه