د اسراييل زرګونه اوسېدونکو یو ځل بیا په تل ابیب او بیت المقدس کې راټول شول او د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکو، نتنیاهو د ۲۰۲۳ زیږیز کال د اکټوبر د اوومې د برید مسوول ګڼلی او په بېړنۍ توګه د ټاکنو پر بیا ترسره کېدو یې ټینګار کړی دی.
یوه لاریون کوونکي، رابېنسون و ویل: « هغه څه چې زه دلته کوم، د دولت د بدلون لپاره هڅه ده، ځکه دغه دولت په بشپړه توګه یو مات دولت دی.»
یوه بل لاریون کوونکي، جېکوب کافمن هم و ویل: «هیله مند یم چې دغه دولت یا خپل نظر بدل کړي او یوازې استعفا ورکړي څو وکړای شو نور کسان واک ته ورسوو چې د هېواد مشري وکړای شي او هغه بلا چې دوی رامنځته کړې، هېواد ترې و ژغوري.»
اسراييلي وګړو خبرداری ورکړی چې په غزې تړانګه کې د جګړو د دوام له امله به هغه اسراييلي برمته کسان چې د حماس غورځنګ په بند کې دي، ژوندي پاتې نه شي.