له هغې وروسته کله چې تېره میاشت روسیې له دغه هېواد څخه ۷۰۰ امریکايي ډیپلوماټان بهر کړل، د امریکې حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مسکو ۷۲ ساعته وخت لري ترڅو په امریکا کې خپل درې سیاسي نمایندهګۍ وتړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې لیکلي:«د روسیې د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، موږ د روسیې له دولت څخه غواړو چې په سن فرانسسکو کې د خپلې کونسلګرۍ مرکز، او همدارنګه په واشنګټن او نیویارک کې د خپلو کونسلګریو دفترونه وتړي. دا حکم باید د سپټمبر تر دویمه اجرايي شي.»
د اوکراین په کورنیو چارو کې د روسیې د لاسوهنې له امله د امریکا او روسیې ترمنځ شخړې په خپل ځای دي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د امینتي ګواښ له امله د یوه روسي وګړي له بهر کېدو وروسته، د روسیې د ډیپلوماټیکو بنسټونو تړلو ته یې اقدام وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او روسیې ترمنځ داړیکو د ښه کولو لپاره د ډونلډ ټرمپ هڅې پایلې ته ونهرسېدې او برعکس د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اختلافونه زیات شول.
خو ټرمپ د امریکايي ډيپلوماتانو د بهر کېدو لپاره د روسیې پر پرېکړې د نیوکې پر ځای د پوتین له کار څخه ستاینه وکړه او ادعا یې وکړه چې پویتن په حقیقت کې پر امریکا لطف کړی دی.
هغه په دې اړه رسنیو ته ویلي وو:«غواړم چې له هغه (پوتن) څخه مننه وکړم، ځکه چې موږ هڅه کوو چې د پیسو ورکړه کمه کړو.تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري،ډېر خوښ یم چې هغه یو ډېر شمېر خلک بهر کړي او اوس موږ د ورکړې کم لګښت لرو. موږ به ډېرې پیسې ورکړو.»
خو داسې ښکاري چې روسیه له دغه اقدام څخه خوښه نه ده.
د دغې پرېکړې له اعلان څخه وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ته وویل:«موږ خواشیني یوو چې اختلافونه (د روسیې او امریکا) د روسیې له خوا پیل نه شول.»