په امریکا کې د توکم پالنې پر ضد لاریونونو کې، پولیس یو ځل بیا له لاریون کوونکو سره پر بدچلند تورن شول.
په نیویارک ښار کې د ګرځبندیز له پيله چې لاریون کوونکو هغه په پام کې نه دی نیولی، په لسګونه تنه نیول شوي دي.
د امریکا د یوه تور پوستي وګړي د وژلو پر وړاندې په اعتراضونو کې اوس تاوتریخوالی کم شوی؛ خو د توکم پالنې پر ضد د اعتراضونو لمن د نړۍ څو نورو هېوادونو ته هم غځېدلې ده.
په امریکا کې د توکم پالنې پر ضد معترضه سمانتا سووایو په دې اړه وايي:«فکر کوم چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو تمثیل، له هغه څه سره چې پر دوی تېر شوي د پرتلې وړ نه دي؛ خو دا احساس موږ ورکوو چې خلکو دا ډول پېښې تجربه کړې دي؛ دا زموږ پر ذهنونو کې یوه حرقه وه.»
د توکم پالنې پر ضد لاریونونه چې لمن یې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم خوره شوې، د اسټرالیا د پلازمېنې پنځلس زره اوسېدونکي هم د کانبیرا واټونو ته راوتلي دي.
خو د اسټرالیا په نیوسوټ ایالت کې، پولیسو د اعتراض کوونکو لاریون لغوه کړ.
د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وویل:«د ډېر شمېر خلکو سره راغونډېدل روغتیايي ګواښونه او د ټولنیز واټن نه ساتلو وېره حقیقي ده.»
د نیو سوټ ولز ایالت اعلی وزیر ګلادیس بریجیکیان هم څرګنده کړه:«لاریون مو د دې لپاره لغوه کړ چې لاریون کوونکو نه شوای کولای چې د روغتیايي تدابیرو خوندیتوب ضمانت وکړي. نه یې شوای کولای د دې ضمانت وکړي چې ټولنیز واټن مراعات کړي؛ د اعتراض کوونکو شمېر هم له روغتیايي معیار څخه زیات دی.»
په امریکا کې د توم کم پالنې پر ضدت لاریون د پولیسو له خوا د یوه تور پوستي د وژنې په وړاندې په تېر څه باندې یوې اوونۍ کې پيل شو، او ټوله امریکا یې له ناارامۍ او له لاریون سره مخ کړه.