اېتوپیا کې د یوې مسافروړونکې الوتکې د لوېدو په پایله کې ۱۴۹ تنه سورلۍ او ۸ تنه د الوتکې کارکوونکي وژل شوي دي.
الوتکه تېره ورځ(یکشنبې سهار د کب په ۱۹مه نېټه) د اېتوپیا له پلازمېنې ادیس ابابا نه د کنیا پلازمېنې نایروبي پر لور خوځېدلې وه.
د اېتوپیا هوايي چلند ادارې ویلي چې الوتکه له الوتنې ۶ دقیقې وروسته د تخنیکي ستونزې له کبله نسکوره شوې ده.
د ژغورنې ډلو د مالوماتو له مخې په دې پېښه کې څوک ژوندي نه دي پاتي، خو د الوتکې د پاتې شونو اوتورې بکسې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
د اتوپیا دولتي هوايي شرکت په افریقا کې له فعالو شرکتونو دی چې هر کال کابو ۶،۱۰ میلیونه مسافر ځای پر ځای کوي.
په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې هم د یاد شرکت یوه الوتکه نسکوره شوې وه چې په ترڅ کې یې ۹۲ تنه وژل شوي وو.