Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه کې زلزلې ۲۰ تنه وژلي

د ترکیې په سوېل کې تېره شپه زلزلې څه باندې ۲۰ تنه وژلي او په سلګونه تنه نور ټپيان کړي دي او ډېر شمېر ودانۍ نړېدلې دي.

دغه شپږ اعشاریه اته ریکټره زلزلې چې د ترکیې په «لازیغ»ولایت کې شوې، په ایران، لبنان او سوریه کې هم احساس شوې ده.

د الازیغ ولایت اوسېدونکو په وینا، دغې زلزلې په سلګونه نورې ځواکمنې لړزې هم لرلې دي.

په دغې زلزله کې ۱۵ تنه په الازیغ او پنځه تنه نور هم په ملاتیه ولایت کې وژل شوي دي.

د دغې زلزلې د زیانمنو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د جمعې په شپه ترکیه کې زلزلې د «الازیغ» ولایت «سیوریجه» ښار ته زیات زیان رسولی دی.

دغه زلزله د ترکیې پلازمېنې انقره په ۵۵۰ کیلومټرۍ کې رامنځته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي:«زلزله د شپې په اته بجو او پنځه پنځوسو دقیقو کې شوې. موږ په کور کې وو. لومړنۍ لړزه ډېره اوږده وه او تر ۱۵ ثانیو یې دوام درلود. ټول له کورونو بهر شول.» 

په سیوریجه ښار کې چې د زلزلې مرکز و، دیارلس تنه وژل شوي او په سلګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

کابو ۳۰ تنه نور د نړېدلو دېوالونو او کنډوالو لاندې دي چې د هغوی د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي. د ژغورنې ډلې یوه ښځه له نړېدلو دېوالونو او چت له لاندې ژوندۍ راویستلې ده.

هغه کسان چې کورونه یې ویجاړ شوي په ازاده فضا کې تم دي.

د سیوریجه ښار اوسېدونکی سیناسي وویل:«زموږ کورونه ونړېدل او یا هم ویجاړ شوي. نه شو کولای چې خپل کلي ته ولاړ شو. ځينې خلک وژل شوي. الله دې موږ ته صبر راکړي. څاروي هم مړه شوي دي.»

ترکیه د ځواکمنو زلزلو تاریجي مخینه لري.

په ۱۹۹۹ز کال کې اوه اعشاریه شپږ ریکټري زلزلې د ترکیې ازمیت ښار ولړزاوه او د څه باندې اولس زره کسان یې ووژل.

په دغې پېښه کې څه باندې ۵۰۰ زره کسان بې کوره شوي وو.

شریک یي کړئ