Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سلیماني له وژنې وروسته ناټو, امریکا او ایران زغم ته رابولي

وروسته له دې چې د ایران سپاه پاسدارانو د قدس قومندان، قاسم سلیماني په عراق کې دا مریکا لخوا ووژل شو، ناټو د حالت په تړاو اندېښنه لري او له امریکا متحده ایالاتو او ایران نه غواړي چې له زغم نه کار واخلي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولیټنبرګ د امریکا استازو په حضور کې وايي چې واشنګټن د سلیماني په وژنه کې له خپلو متعهدانو سره مشوره نه وه کړې، له ترهګرو ډلو د ایران د ملاتړ په تړاو اندېښنه څرګندوي.

هغه زیاتوي:«دا د امریکا پرېکړه وه، نه د نړیوال ائتلاف یا ناټو پرېکړه؛ خو زموږ ټول متعهدین په سیمه کې له ترهګرو د ایران ملاتړ په تړاو اندېښنه لرو. موږ په دې وروستیو کې په سعودي عربستان کې د تیلو تاسیساتو له بریدونو اندېښنه لرو او همداراز موږ په عراق او سوریې کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ماموریت په تړاو اندېښنه لرو.»

امریکا وايي قاسم سلیماني یې د  امریکا ضد بریدونو د پلانولو لپاره وژلی دی.

ناټو هم وايي چې امریکا د دغه کار لپاره خپل دلایل روښانه کړي دي.

د ناټو عمومي منشي زیاتوي:«امریکا د سلیماني پر ضد د برید منطق بیان کړی دی. موږ له امریکا څو راپورونه درلودل چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت یې وو. دوی خپلو متحدانو ته روښانه کړې چې ولې یې سلیماني باندې برید کړی دی.»

سټولټنبرګ په عراق کې د سرتېرو روزنې ماموریت ځنډولو په تړاو وايي چې په هر حالت کې د ناټو د سرتېرو د ژوند ساتنه مهمه ده او له همدې کبله یې دا ماموریت ځندولی دی.

خو زیاتوي، کله چې حالت اجازه ورکړه، دغه ماموریت به بیا پیل کړي.

سټولټنبرګ په عراق کې د سرتېرو روزنې ماموریت ځنډولو په تړاو وايي چې په هر حالت کې د ناټو د سرتېرو د ژوند ساتنه مهمه ده او له همدې کبله یې دا ماموریت ځندولی دی

شریک یي کړئ