د سپیڼې ماڼې د اړیکو مدیر، انتونیو اسکاراموچي چې له دندې یې یوازې لس ورځې تیرې شوې وې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لخوا له دندې ګوښه شو.
انتونیو اسکاراموچی د سپیڼې ماڼۍ د څو لوړ پوړو چارکو په اړه د ناوړو خبرو کولو له امله له دندې ګوښه شوی دی.
د سپیڼې ماڼۍ پخوانی ویاند شان سپایسر کله چې سکاراموچي د اړیکو د مدیر په توګه په دندې وګمارل شو له خپل موقف څخه استعفا ورکړه او همدارنګه د ټرمپ د دفتر مشر، راینس پریبوس د اسکاراموچي د خبرو له امله چې د نوموړي په اړه یې کړې وې، ګوښه شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ انتونیو اسکاراموچی د ټرمپ د دفتر د نوي مشر جان کلی په غوښتنه له دندې ګوښه شوي دی.
همداراز د دونالډ ټرمپ د ملي امنیت د مشاور مایکل فلین له دندې ۲۴ ورځې تېرې شوې وې چې نوموړی له دندې ګوښه شو.