د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو عارف وزیر، نن شنبې (د غوايي په ۱۳مه) د اسلام اباد په یوه روغتون کې ومړ. هغه یو ورځ مخکې په سوېلي وزیرستان کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په یوې هدفي برید کې ټپي شو.
د وانه سیمې د پولیسو افسر عثمان خان، ډان نیوز ته ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ پر دغه مشر تېره شپه د سوېلي وزیرستان په وانه سیمه کې وسله وال برید وشو او ټپي شوی و، او روغتون ته د لېږد پر مهال ساه ورکړه.
د ډان نیوز د رپوټونو پر بنسټ، عارف وزیر هغه مهال د برید موخه وګرځېد چې په وانه سیمه کې یې قدم واهه او وسله والو کسان، پر هغه ډزې وکړې.
په رپوټ کې راغلي دي چې په لومړي سر کې هغه د پولیسو حوزې ته لېږدول شوی و او وروسته روغتون ته د لېږد پر مهال ومړ.
عارف وزیر د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په میاشت کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون کړی و.
په ۲۰۰۷زیږدیز کال کې، د عارف وزیر د کورنۍ اوه تنه غړي هم په وانه سیمه کې له بلواګرو سره په نښته کې ووژل شول. د عارف وزیر پلار سعدالله جان، او کاکا یې میرزاعلم هم د وژل شویو کسانو په منځ کې وو.
کابو یوه میاشت مخکې هغه زنداني شوی وه او له ضمانت وروسته له بند څخه ازاد کړل شو.
د بښنې نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې چې نن شنبې (د غوايي په ۱۳مه) خپره شوې، د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د عارف وزیر د وژلو په تړاو «باید خپلواکه او اعېزناکه څېړنه» ترسره کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ښاغلي وزیر د وژنې په تړاو خپل تسلیم څرګند کړی دی.