پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله اوس مهال د دغه هېواد امنیتي ځواکونه په شار کې ګرځي، څو له کوره د خلکو د وتو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د نن سهار(چهارشنبې د وري تر ۶مې نېټې) پورې پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله د ۷ کسانو مړینه تایید شوې ده او ۹۹۰ تنه نور په دغه ناروغي اخته دي.
ټاکل شوې ده چې پاکستان به دوې اوونۍ د قرنطین په حالت کې وي.
له دې سره همهاله هند دغه هېواد کې له ۱،۳ میلیارډه ډېرو وګړو ته سپارښتنه کړې څو له خپلو کورونو بهر نشي.
تر اوسه پورې هند کې د کرونا ویروس له کبله د لسو تنو مړینه او د ۵۰۰ نورو له اخته کېدو خبر ورکړل شوی دی.
که څه هم چې د هند حکومت ویلي د ۲۱ ورځو قرنطین پرمهال به بازارونو کې د خلکو اړتیاوې پوره شي، خو د نوي ډيلي په ګډون بېلابېلو ښارونو کې خلک بازارونو ته تللي او خوراکي توکي یې رانیولي دي.
هند کې ځيني ډاکټران وايي چې ښایې په دغه هېواد کې ۳۰۰ تر ۵۰۰میلیونه کسان په کرونا ناروغي اخته شي او ښایې له ډلې یې یو تر دوو میلیونو کسان مړه شي.