Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت

هندي چارواکي یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د کابو زر کسانو له مړه کېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي څرګندوي چې یاده موده کې ۹۲۱ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي او له دې سره د ټولو قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو اوښتی دی.

هند د امریکا او برازیل نه وروسته دریم هېواد دی چې له دوه نیم میلیونو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لري.

د نوي ډيلي اوسېدونکې، نها منکوټیا په دې اړه وايي:«د هند په څېر د ډېرو وګړو درلودونکې هېواد کې د یوې پراخېدونکې ناروغۍ مخنیوی ګران کار دی. د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او دا ناروغي به پراخه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه هند کې عمومي ګرځبندیز ولګېد، خو له بندیزونو لیري کېدو وروسته په تېرو اوولسو ورځو کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د نوي ډيلي اوسېدونکی، مجید خان زیاتوي:«ولې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتیږي؟ یو لامل دا دی چې خلک فکر کوي دا ویروس ورته زیان نه رسوي او یوازې یوه خبره ده.»

له دې سره سره هند وايي چې هره ورځ له ۷۰۰ زرو ډېر کسان د کرونا ویروس ازموینه کوي او تر اوسه له ۳۰ میلیونو زیات کسان ازمویل شوي دي.

شریک یي کړئ