سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن یې د امریکا په متحده ایالاتو کې د خپلې سفیرې په توګه ګومارلې ده.
شهزادګۍ «ریما بنت بندر بن سلطان»د سعودي عربستان د ولیعهد د ورور شهزاده خالد بن سلمان پر ځای ګومارل شوې ده.
شهزاده خالد بن سلمان، د سعودي عربستان د دفاع وزیر د مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
شهزادګۍ ریما د خپل ماشومتوب یوه برخه په امریکا کې تېره کړې او له هغه وروسته یې په سعودي عربستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې او سپورټ په برخه کې کار کړی دی.
عربستان په وروستیو کلونو کې، د ښځو د وضعیت ښهوالي لپاره هڅې پیل کړې دي او همدارنګه لوبغالو ته د تګ او موټر چلوونکې ازادۍ یې مېرمنو ته ورکړې دي.