د سوریې حکومت ادعا کړې ده چې اسرائیلو تېره ورځ(سېشنبې د مرغومې په ۴مه) پر دمشق ښار هوايي بریدونه کړي دي.
د سوریې دولتې رسنیو د یوې پوځې سرچینې په حواله لیکلي دي چې په دې پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.
دا رسنۍ زیاتوي چې اسرائیلي جنګې الوتکو په دمشق ښار کې د وسلو یوه زېرمه په نښه کړې ده.
د سوریې حکومت ادعا کړې ده چې د اسرائیلو ویشتل شوي یو شمېر توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي.
اسرائیلو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې ګواښ کړی وو چې له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته به سوریه کې د ایران اړوندې موخې په نښه کړي.
اسرائیلو مخکې له دې هم په سوریه کې د دې د هېواد د ولسمشر، بشار اسد د ایراني متحدانو او یا هم د لبنان پر حزب الله پورې پر اړوندو سیمو بریدونه کړي دي.