د سوېلي کوریا چارواکي وايي چې شمالي کوریا څو لنډمزلي توغندي وازمایل.
د سوېلي کوریا د چارواکو په وینا، پیونګیانګ دغه توغندي یې د دغه هېواد په ختیځ «د هوډو په اډه کې» ازمایلي دي.
د سوېلي کوریا چارواکي وايي چې سوېلي کوریا او د امریکا چارواکي د دغو توغندیو «د جزییاتو پر تجزیې او تحلیل بوخت دي.»
له دې مخکې هم شمالي کوریا د ځیرکو توغندیو له ازمایلو خبر ورکړی و.
د شمالي کوریا د توغندیو دغه ازمایښت په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو دویمه لیدنه په ویتنام کې شوې وه بې پایلې پای ته ورسېده.