له ایران سره د پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د پاکستان د ځينو سرتېرو د وژل او ټپي کېدو له امله اسلام اباد د ایران سفیر احضار کړ.
د جمعې په شپه«واکي»کې چې له ایران سره په ګډه پوله پرته سیمه ده، د چاودنې له امله د پاکستان شپږ پوله ساتي ځواکونه ووژل شول.
پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د دغو ځواکونو د لېږد موټر د واټ تهڅېرمه پر یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر شو او وروسته پر دغو ځواکونو وسلهوال برید هم وشو.
پاکستاني چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې، څلور بریدګر هم وژل شوي دی.
کهڅه هم هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ایرانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د دغه برید د مسوولې ډلې پر وړانډې اقدام وکړي.
کابو یوه میاشت مخکې، د «جیش العدل»په نامه یوې ډلې د پاکستان په پوله د ایران ۱۴ پوله ساتي ځواکونه وتښتول چې د ایران اعتراض یې له ځان سره لره.