Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانانو ترمنځ د خبرو پرانیسته؛ 'اوربند د مذاکرې مهم بحث دی'

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په پرانیسته کې هم د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی او هم د طالبانو پلاوی ټینګار کوي چې اوربند د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د بحث وړ مهمه موضوع ده - هغه مذاکرات چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دغې غونډې ته په وینا کې وویل:«ډاډه یم چې موږ کولای شو له یو بل سره خبرې وکړو، یوه بل ته غوږ شو، د خپلو لیدلوریو او دریځونو په هکله استدلال وکړ او همدارنګه د یو بل د نظر اختلاف او د لیدلوریو توپير ته درناوی وکړو. موږ د بشرپاله اوربند د اعلان غوښتونکی یوو. د بشپرپاله اوربند اعلان د دې لامل کېږي چې بشري مرستې او پراختیايي پروګرامونه د افغانستان ټولو برخو ته ورسېږي او زموږ خلک له هغو برخمن شي.»

که څه هم چې ملابرادر د مرکچي پلاوي د نننۍ غونډې مشري په غاړه لرله، د اوربند په هکله په خپلې وینا کې څه ونه ویل، خو د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي له خبریالانو سره په مرکه کې وویل چې په مذاکراتو کې به په اوربند خبرې وشي.

ملابرادر ټينګار وکړ چې طالبان د سولې بهیر او د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې په ریښتینوالۍ مخته ځي. هغه زیاته کړه چې طالبان په افغانستان کې یو اسلامي نظام غواړي.

ملابرادر د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې مذاکرات به خامخا ستونزې ولري لوري باید صبر او زغم ولري.

خو د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ګواښ کوي چې د سولې بهیر کې باید د بدو ټاکنو پایلې ته پاملرنه وکړو:« موږ باید ماتې او د بدو ټاکنو ناورین رامنځته کوونکو پایلو ته متوجه واوسو او دغه لورې ته د تګ د مخنيوی لپاره باید له خپل ټول وس او توان څخه استفاده وکړو. نه یوازې د افغانستان خلک بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زموږ خیرغوښتونکي ملګري له موږ تمه لري چې تاوتریخوالی له منځه یوسو او ژر تر ژر پر یوه دایمي اوربند سره سلا شو او پر یوې جامع اجنډا هوکړه وکړو او د سولې په اړه ګډې مذاکرې ټولو ته د منلو وړ پای ته ورسېږي.»

عبدالله زیاته کړه:«موږ مسوولیت لرو چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون خپل ملي بنسټونه چې د وروستیو ۱۹ کلونو په لړ کې پایداري موندلې خوندي او پياوړی کړل شي.»

عبدالله ټینګار وکړ چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي کړل شي:«په وروستیو کلونو کې د خلکو په ژوند کې ډېر بدلون راغلی. تېر ته ستنېدل نور د افغانانو د لپاره د منلو وړ نه دی. د اساسي قانون، افغانستان جمهوریت، ولسواکي، ټاکنې، د بیان ازادي، د ښځو حقونه، د لږکیو حقونه، د قانون حاکمیت، مدني حقونه او بشري حقونه د افغانستان د خلکو سترې لاسته راوړنې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم په دغې غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې امریکا په افغانستان کې له سولې ملاتړ کوي خو پر دغه هېواد د خپل هېواد د تحمیل په هڅه کې نه ده.

هغه زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات د یوه خپلواکه، متحد او ډموکراټیک افغانستان غوښتونکی دی چې په هغه کې جګړه نه وي.

پومپيو دا ورځ یوه تاریخي ورځ وګڼله او وې ویل چې د پرېکړې ډول به له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام به اغېزه وکړي.

د پاکستان، هند، ناروې، ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د ناټو سرمنشي، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سرمنشي او د ځينو نورو هېوادونو استازو په دغې غونډه کې ویناوې وکړې.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وویل چې لوري باید د مذاکراتو پایلې ومني. هغه وویل چې په دغه تاریخي پړاو کې باید تېرې تېروتنې تکرار نه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې تاوتریخوالی باید کم شي او لوري د خبرو اترو پایلې ومني.

د افغانانو ترمنځ خبرې اترې نن په دوحه کې پیل شوې، ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنخ د سولې خبرې په رسمي توګه د دوشنبې په ورځ پيل شي.

شریک یي کړئ