Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملابرادر د افغانستان د سولې خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د سیاسي کمېسیون یو پلاوی د ملابرادر په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال، ملا برادر به نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) او سبا پاکستان کې له چارواکو سره لیدنې ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د طالبانو پلاوی به د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري.

د خبرپاڼې په حواله دا سفر د  افغان سولې بهیر کې د تسهیل لپاره د پاکستان د هڅو برخه بللې ده.

په همدې حال کې طالبان وايي چې ملا برادر د پاکستان په رسمي بلنې له دغه هېواده لیدنه کوي.

همداراز افغانستان کې دننه د سولې مذاکراتو د دویم پړاو لپاره د ولسمشر غني له غوښتنې یوه ورځ وروسته، طالبان په دې تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د سولې مخربین ځکه دغه راز غوښتنه کوي چې خپل واک او شخصي ګټې په خطر کې ویني.

د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند تېره ورځ څرګنده کړه چې د دواړو لوریو پلاویو د مذاکراتو د بل پړاو لپاره چې ټاکل شوې ده، د جنوري په  پنځمه په دوحه کې له سره پېل شي؛ هوکړه کړې ده.           

خو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې دننه د سولې مذاکراتو د نورو پړاونو ترسره کېدل د دغو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره ډېر مهم ګڼي.

د ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د افغان سولې بهیر د دویم پړاو خبرو پرمخ بیولو په هکله د افغانسان د ملي امنیت د سلاکار خبرې تایید کړې او زیاته یې کړه چې د سولې خبرو دویم پړاو باید په افغانستان کې ترسره شي.

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې افغانان تر خیمو لاندې، سړې هوا کې هم خبرو ته چمتو دي.

ولسمشر همداراز څرګنده کړې:"اړینه نه ده چې مفشن هوټلونه دې د خبرو لپاره د شرط په توګه وټاکل شي. ضروري ده چې ټول خلک وګوري چې دا مذاکرات څه ډول ترسره کېږي؟ او پر کومو مواردو تمرکز کېږي او ولې؟"

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب د شنبې په ورځ ویلي و چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې پاتې پړاونه دې دننه په افغانستان کې تعقیب شي.

شریک یي کړئ