Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي څوک دي؟

طالب ډلې د مولوي عبدالحیکم حقاني په مشرۍ ۲۱ کسیز پلاوی د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره دوحې ته استولی دی.

د دغه پلاوي غړو نن شنبې د افغانستان د اسلامي جمهوري له مرکچي پلاوي سره تر یوه چت لاندې د افغانانو ترمنځ د مذاکرې په پیلنۍ غونډه کې حضور پیدا کړ.

خو د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي څوک دي؟

۱- مولوي عبدالحکیم حقاني د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر چې ۶۳ کاله عمر لري، د کندهار د میوند ولسوالۍ دی. نوموړی د طالب ډلې له بسټګرو او ملاعمر ته له نژدې کسانو او همدارنګه ددغې ډلې په تشکیلاتو کې یې لکه د سترې محکمې د رییس په توګه کار کړی دی.

۲- شېرمحمد عباس ستانکزی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال دی. ۶۱ کلن ستانکزی د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. په پوځي برخه کې یې په هند کې زده کړې دي او د طالبانو په دوره کې یې د بهرنیو او عامې روغتیا وزارت د معینیت په څوکیو کې کار کړی دی.

۳ - محمد فاضل مظلوم ۵۴ کلن دی او د ارزګان د چارچینو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کاله د ګوانتانامو په زندان کې و؛ د طالبانو په دوره کې د دفاع وزارت مرستیال او د دې ډلې لوی درستیز و.

۴- عبدالسلام حنفي ۵۱ کلن دی او د جورجان ولایت په قوش تیپه ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

۵- عبدالمنان عمري د ملا محمد عمر ور دی او د طالبانو په تشکیلاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په تړاو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشري پرغاړه لري.

۶- مولوي عبدالکبیر ۴۸ کلن دی او د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو په دوره کې د ننګرهار والي و.

۷- امیرخان متقي په تېرو څو لسیزو کې د طالبانو مشهوره څېره ده چې ۵۰ کاله عمر لري او د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. متقي د طالبانو په دوره کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر و.

۸- نورالله نوري د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ۴۹ کاله عمر لري. نوموړی چې د طالبانو په دوره کې د لغمان والي و، دولس کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

۹- دین محمد حنیف ۵۷ کلن دی او د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د طالبانو په مرکچي پلاوي کې پر غړیتوب سربېره، د طالبانو په سیاسي دفتر کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د دې ډلې د اړیکو مسوولیت پرغاړه لري.

۱۰- عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلی او ۵۳ کلن دی. ده د طالبانو په دوره کې د کرنې د وزیر په توګه کار کړی دی.

۱۱- عبدالله حنفي په ملا شیرین آخند مشهور د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ملا عمر د کور د امنیت ساتلو مسوولیت یې پر غاړه درلود.

۱۲- مولوي محمد قاسم د جورجان د فیض آباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او ۴۹ کاله عمر لري. نوموړي دیني زده کړې کړې دي او د افغانسان په شمال کې یې د طالبانو لپاره د نظامي محکومو په برخه کې کار کړی دی.

۱۳-  فریدالدین محمود د پکتیکا په مرکز کې زېږېدلی دی او په حقانیه دارالعلوم کې یې زده کړې کړې دي.

۱۴- مطیع‌الحق خالص  ۵۹ کلن دی او د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي هم دیني زده کړې کړې دي او طالبانو او امریکا به مذاکراتو کې یې هم حضور درلود.

۱۵- ملا خیرالله خیرخواه د کندهار ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر و. خیرخواه هم په ۲۰۰۲ کال کې ونیول شو او په ګوانتانامو کې زنداني شو.

۱۶- شهاب الدین دلاور د لوګر په پل علم کې زېږېدلی دی او ۵۸ کلن دی. نوموړی د طالبانو په دوره کې په اسلام آباد او وروسته بیا په سعودي عربستان کې سفیر و. نوموړی اوس مهال له افغان لوریو سره د طالبانو د سیاسي دفتر د اړیکو مسوول دی.

۱۷- عبدالحق وثیق د غزني د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دیني زده کړې یې کړي دي. وثیق هم شاوخوا دولس کاله په ګوانتانامو کې بندي و.

۱۸- محمد نبي عمري د خوست د اسماعیل خېلو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او ۴۹ کلن دی. هغه هم د ګوانتانامو پخوانی زنداني دی او له امریکا سره د سولې د مذاکراتو تجربه لري.

۱۹- محمد سهیل شاهین د پکتیا د احمد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او سربېره پر دې چې د کابل پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو له برخې فارغ شوی دی، د خیریالۍ سند هم لري.

۲۰- محمد انس حقاني د طالبانو د مرکچي پلاوي تر ټولو ځوان غړی دی او یوازې ۲۶ کاله عمر لري. انس حقاني د جلال الدین حقاني کشر زوی دی او د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
نوموړی چې د کابل د امریکایي پوهنتونو د استادانو د خوشې کېدو په بدل کې یې خوشې کېدل، په میاشتو میاشتو د بحثونو وړ وو؛ پر دیني زده کړو سربېره له څو ژبو او ځینو ټکنالوژیو سره بلد دی.

۲۱- ډاکټر محمد نعیم د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او ۴۶ کلن دی. لس کاله کېږي چې نوموړی د طالبانو د سیاسي دفتر غړی دی او په دې وروستیو کې د دې دفتر د ویاند په توګه معرفي شوی دی.

شریک یي کړئ