د قربانیانو ځينې هغه کورنۍ چې د کورنۍ غړي یې د طالبانو له لوري وژل شوي، وايي که چېرې طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شي، دوی د خپلو د کورنیو غړو وینې ور بښي.
دغه کورنۍ په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو اترو پایلو ته په تمه دي، دوی همدارنګه له دواړو خواوو غواړي چې د خپل هېواد او خلکو لپاره یوې ټول منلې هوکړې ته ورسېږي.
له سولې او کرارۍ پرته د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانانو لپاره ژوند سختېږي، د طلوع نیوز خبریال شریف امیري د کابل ښار په ۴۸ کېلومټرۍ قره باغ ولسوالۍ کې د هغه کس لیدو ته ورځي چې وایي ۲۰ورځې وړاندې یې پلار طالبانو وواژه.
نصیر د پولیسو سرتېری و او پنځه کاله یې په قرباغ ولسوالۍ کې دنده ترسره کړې وه. هغه په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره خپله هیله له ځانه سره خاورو ته یوړه.
د نصیر احمد زوی بشیر احمد په دې اړه وویل:«موږ یې بښو زموږ پلار شهید شوی، خو غواړم چې جګړه پای ته ورسېږي او په هېواد کې یوه تلپاتې سوله راشي.»
د نصیر بل احمد زوی خوشحال هم وايي:«غواړم چې زموږ په هېواد کې سوله راشي، جګړه بس ده چې زه هم وکړای شم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»
د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو خبر دلته هم تود دی. دغه خبر لږ ترلږه د محمد لپاره د ښې راتلونکې زیری ورکړې دی.
په قره باغ کې کروندګر محمد وویل:«موږ غواړو چې سوله راشي چې کروندګر په خپلو کروندو بوخت شي او زموږ د دولت کارکوونکي له وېرې پرته خپلو کارونو ته ولاړ شي.»
دلته هغه کس هم وینو چې څه باندې څلور کاله د ملي اردو سرتیری و، خو له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د ګواښونو له امله اړ شوی دی چې خپله دنده پرېږدي او اوس مهال د سولې راتګ ته شېبې شماري.
د ملي اردو پخوانی سرتېری جاوېد وویل:«زه د طالبانو د ګواښونو له امله نور دندې ته ولاړم نه، خو هیله لرم چې یوه ورځ سوله راشي او زه هم وکړای شم چې بېرته خپلې دندې ته ستون شم.»
د نصیر کورنۍ د افغانستان د جګړې د هغو قربانیانو یوه کوچنۍ بېلګه ده چې ټول عمر یې له ستونزو ډک ژوند کړی دی، خو د سولې د خوند څکولو هیلې دې ته اړباسلي چې دې ښې شېبې ته د رسېدو لپاره سترګې پرلار پاتې شي.