د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواری وايي چې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي ولسي وګړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼۍ وايي چې دغه چاودنه د یوه موټر بم له امله وه او بریدګرو غوښتل چې په وسله والې نښتې هم لاس پورې کړي؛ خو امنیتي ځواکونو ووژل.