د انډیا ټوډې ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، به تر راتلوونکو دوو ورځو په یوه رسمي سفر کې نوي ډيلي ته ولاړ شي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د هند له جګپوړو چارواکو سره د افغان سولې بهیر په هکله لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
هند تل ټینګار کړی چې د افغانانو په مشرۍ او پر هغوی پورې تړلې د افغانستان سولې له بهیره ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې بهیر په سپټمبر میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هند له استازو سره پرانیستل شو.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکار په دغو مراسمو کې ویلي و:«له افغانستان سره زموږ ملګرتیا ځواکمنه او تزلزل منوونکې نه ده، موږ تل ښه ګاونډي وو او تل به وو. زموږ تمه دا ده چې د افغانستان خاوره باید هېڅکله د هند پر ضد د هر ډول فعالیت لپاره استفاده نه شي.»
عبدالله عبدالله تېره اوونۍ پاکستان ته سفر وکړ او د افغان سولې بهیر په هکله یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشيو او ځينو نورو پاکستاني چارواکو سره د هېواد د سولې بهیر په هکله لیده کاته او خبرې اترې وکړې