د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي چې د افغان سولې خبرې اوس مهال "ځانګړي پړاو" ته رسېدلي دي.
نوموړې چې نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) دسولې په تړاو د ښځو لخوا جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه د سولې خبرو دوهم پړاو کې به مهم او اساسي بحثونه پیل شي.
هغه همداراز څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د سولې خبرو له بهیره د ښې پایلې تمه لري.
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس پر وخت د خبرو په پیل ټینګار کوي او زیاتوي چې د سولې خبرې باید په ټاکل شوې ورځ پیل شي، ځکه چې یوه ورځ ځنډ یې د افغانستان د خلکو لپاره د زوَر سبب کیږي.
دی زیاتوي:«زموږ لپاره ، دا مهمه ده چې خبرې اترې پیل شي. د افغان حکومت مرکچي پلاوی یووالي سره کار کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ وویل چې د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره ځای د دواړو لوریو د پلاویو له خوا ټاکل کېږي او دا موضوع باید د سولې د مذاکراتو د خنډ لامل نه شي.
ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې غوره ګڼي د مذاکراتو دویم پړاو په افغانستان کې ترسره شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د مذاکراتو لومړنی پړاو کابو درې میاشتې مخکې په دوحه کې پيل شو او دوه ورځې مخکې پای ته ورسېد. د دواړو لوریو پلاویو ویلي دي چې د مذاکراتو دویم پړاو به د مرغومې په ۱۶مه نېټه بېرته پیل شي.
ټاکل شوې د سولې خبرو درې اوونیزه ځنډ په لړ کې، د دواړو لوریو پلاویو د سولې په هکله خپلې کورنۍ او بهرنۍ سلامشورې کوي؛ لکه څرنګه چې د طالبانو پلاوی پاکستان ته ولاړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی هم کابل ته راغی.
په داسې حال کې چې، اوربند د افغانستان اسلامي جمهوریت له لومړنیو غوښتنو شمېرل کېږي؛ خو طالبان بیا په دې باور دي چې، اوربند په هېواد کې د اسلامي نظام له جوړېدو او عملي کېدو وروسته مسله ده.
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم وویل:"که چېرې څوک غواړي اوربند وي، موږ د اوربند پای غواړو چې نور هېڅ جګړه نه وي."
بلخوا بیا هم په خبرو کې درې اونیزه وقفه هغه هم د بحثونو لپاره له نیوکو سره مخ شوې ده.